مکین (شال نیوز) : د بر سویلي وزیرستان په سرویکۍ او سراروغه تحصیلونو کي د شنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۴مه، د سهار له شپږو بجو څخه تر ماښام اوو بجو پورې کرفیو لګول شوی دی.
د ضلعي انتظامیې د اطلاع له مخې، د کرفیو پر مهال د خلکو او ګاډو په تګ راتګ بندیز لګول شوی او په اغېزمنو سیمو کي به بازارونه او دوکانونه تړلي وي.
انتظامیې ویلي چې له لده، مکین، تبۍ سر، بي بي رغزۍ، سراروغه، کوټکۍ او سپینکۍ رغزۍ څخه تر نذرخېلو پورې سړک د تګ راتګ لپاره بند دی.
همداراز د درګۍ پل، مدي جان، شین ورسک، مولا خان سرای او چګملای څخه تر جنډولې پورې پر سړک هم بندیز لګول شوی دی. د سرویکۍ او مولا خان سرای څخه تر بروند پورې او د اسمان منزې، شېرونګۍ څخه تر توروام پورې لارې هم د کرفیو په بندیزونو کي شاملې دي.
ضلعي انتظامیې ویلي چې په بیړنیو حالاتو کي خلک د پولیسو یا امنیتي ځواکونو له اجازې وروسته سفر کولای شي، خو شناختي کارډ او نور ضروري کاغذونه به ورسره وي.
د پولیو واکسین ورکوونکو ډلو ته د خپلې پېژندګلوۍ له څرګندولو وروسته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوې ده. په اطلاع کي ډرېورانو ته ویل شوي چې د امنیتي ځواکونو د لیدلو پر مهال خپل ګاډي ۵۰ متره وړاندې ودروي او ټولې سپرلۍ ترې ښکته شي.
ضلعي انتظامیې د بندیزونو وجه امنیتي اندېښنې او امنیتي ځواکونو ته د ضروري سامان رسول ښودلي دي. د کرفیو له امله د سیمې پر لویو لارو د عامو خلکو تګ راتګ او کاروباري فعالیتونه اغېزمن شوي دي.


شال نیوز