صنعا (شالنیوز) : په یمن کي د حوثیانو تر واک لاندې د صحت محکمې چارواکي وايي چې د تعز ښار ته نږدې په یوه هوايي حمله کي د یوې کورنۍ څلور کسان وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي. د وژل شوو کسانو په منځ کي ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د صحت وزارت ویاند انیس الاصبحي ویلي چې دغه حمله د جمعې په شپه شوې ده، خو د وژل شوو کسانو د عمرونو او پېژندګلوۍ په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.
د نوموړي په وینا، د شنبې په سهار د یمن په شمالي ښار صعده کي د افریقايي کډوالو د اوسېدو پر یوه ځای هم هوايي حمله شوې چې اووه کسان پکی ژوبل شوي دي.
حوثیانو د دواړو حملو پړه پر سعودي عربستان اچولې، خو سعودي چارواکو تر اوسه د دغو تورونو په اړه څه نه دي ویلي. بلخوا د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي اتحاد ویلي چې د ریاض پر لور یې د حوثیانو یو توغندی شنډ کړی دی.
تر اوسه په خپلواکه توګه دا نه ده تایید شوې چې پر تعز او صعده چا حملې کړې دي. د مرګ ژوبلې د شمېر په اړه هم د خپلواکو سرچینو معلومات نه دي ترلاسه شوي.


شال نیوز