مظفر اباد (شال نیوز) : د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر د نیلم درې په نګدر سیمه کي مدرسې ته د ماشومانو وړونکی یو ګاډی ژورې کندې ته لوېدلی چې له امله یې څلور ماشومان مړه شوي او درې نور کسان ژوبل شوي دي.

 

پېښه د شنبې په سهار، د اکتوبر په ۲۴مه، شاوخوا اته نیمې بجې هغه وخت شوې چې ګاډی له نګدر څخه د کېرن بای پاس پر لاره روان و. د نیلم درې د قدرتي افتونو د انتظام افسر اختر ایوب ویلي چې ډرېور د غره په یوه تاو کي د ګاډي کنټرول له لاسه ورکړ او ګاډی له ۵۰۰ مترو څخه زیات لاندې کندې ته ولوېد.

 

د هغه په وینا، درې ماشومان په موقع مړه شول او څلور کسان ژوبل شول. ژوبل کسان د علاج لپاره روغتون ته رسول شوي وو، خو یو ماشوم وروسته د اتمقام په ضلعي روغتون کي ساه ورکړه. د پېښې درې نور ژوبل کسان د نور علاج لپاره مظفراباد ته رسول شوي دي.

 

د کشمیر د قانون سازې اسمبلۍ سپیکر چوهدري طارق فاروق په دې پېښه کي د څلورو ماشومانو پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده. د ضلعي انتظامیې د معلوماتو له مخې، د پېښې په اړه لومړنۍ پلټنې روانې دي، خو تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د ګاډي د کنټرول له لاسه ورکولو اصلي وجه څه وه.