اورکزي (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په اورکزو ضلعه کي د مشتي بازار د ګورنمنټ های سکول تښتول شوی پرنسپل محمد اقبال اپرېدی له درې اوونیو وروسته خوشې شوی او په خیر خپل کور ته رسېدلی دی.
د اورکزۍ ډپټي کمشنر یوسف علي مومند د پرنسپل د خوشې کېدو پخلی کړی او ویلي یې دي چې نوموړی روغ رمټ خپل کور ته رسېدلی دی. د ډپټي کمشنر په وینا، محمد اقبال اپرېدی شاوخوا درې اوونۍ وړاندې وسله والو تښتولی و او له هغه وخت راهیسې د هغوی په ولکه کي و.
چارواکو تر اوسه دا نه دي ویلي چې پرنسپل د کومې وسله والې ډلې له خوا تښتول شوی و او د خوشې کېدو لپاره یې له تښتوونکو سره خبرې شوې وې او که نه. دا هم نه ده څرګنده چې نوموړی د امنیتي ادارو په هلو ځلو خوشې شوی او که د مقامي مشرانو او جرګې په منځګړتوب.
د پرنسپل د تښتولو سبب هم تر اوسه نه دی معلوم شوی او چارواکو د پېښې په تړاو د چا د نیولو خبر نه دی ورکړی. د محمد اقبال اپرېدي د خوشې کېدو خبر داسې مهال مخې ته راغلی چې د خېبر پښتونخوا په یو شمېر ضلعو کي امنیتي حالات لا هم د اندېښنې وړ دي.
تر اوسه د نوموړي د تښتولو او د درې اوونیو بند په اړه د هغه خپل څرګندونې نه دي ترلاسه شوې.


محمد عامر اورکزی