سبي (شال نیوز) : د بلوچستان په سبۍ ښار کې د ناڅرګنده وسله والو په ډزو کې د هندو سوداګر بسنت کمار تر وژل کېدو وروسته، د سوداګرو اتحادیې او هندو ټولنې د غمرازۍ په توګه بازارونه تړلي او سوګ یې اعلان کړی دی.
د پولیسو په وینا، تېره شپه د سبۍ ښار د چاکر روډ پر پبلک پارک ته نږدې ناڅرګنده وسله والو پر هندو سوداګر بسنت کمار ډزې وکړې، چې له امله یې نوموړی سخت ټپي شو.

ټپي سوداګر لومړی د سبۍ تدریسي روغتون ته ولېږدول شو، چېرته چې لومړنۍ طبي مرستې ورکړل شوې. وروسته نوموړی سي اېم اېچ روغتون ته انتقال شو او د نورو درملنو لپاره کوټې ته ولېږدول شو، خو د سختو ټپونو له امله یې ساه ورکړه.
د بسنت کمار د وژنې له پېښې وروسته د سوداګرو اتحادیې او هندو ټولنې د غم او خواشینۍ په توګه بازارونه تړلي دي. د پېښې له امله په ښار کې سوداګریز فعالیتونه اغېزمن شوي او د ځايي سوداګرو او هندو ټولنې ترمنځ اندېښنې زیاتې شوې دي.
پولیس وايي، وسله وال له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلي دي. د پولیسو په وینا، سیمه کلابنده شوې او د بریدګرو د نیولو لپاره پلټنې روانې دي


نعيم اچکزئي