هري پور (شال نیوز) : د هري پور په سرای صالح سیمه کې د جې ټي روډ پر سر د یو ټرک او موټر د ټکر له امله څلور کسان مړه شوي دي.
د ژغورنې ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) د معلوماتو له مخې، پېښه د جمعې په شپه، د اکتوبر پر ۲۳مه، د سرای صالح په سوکې سیمه کې شوې ده.
د ریسکیو ۱۱۲۲ په وینا، په پېښه کې ۱۹ کلن عمر، ۲۵ کلن صفي، ۲۰ کلن احسن او ۲۲ کلن شاه میر مړه شوي دي. د ریسکیو ۱۱۲۲ طبي ډلو د مړو کسانو جسدونه د ټراما مرکز ته لېږدولي دي.
د ژغورنې ادارې د لومړنیو معلوماتو له مخې، د پېښې ټول قربانیان د هري پور د دروېش سیمې اوسېدونکي وو او په ایبټ اباد کې د یو واده په مراسمو کې تر ګډون وروسته بېرته هري پور ته روان وو، چې په لاره کې یې موټر له ټرک سره ټکر شوی دی.
د پېښې د علت په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.


شال نیوز