پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا چیف سېکرټري ډاکټر محمد فخر عالم عرفان د صوبې ټولو سرکاري محکمو ته حکم کړی چې د سامانونو د اخیستلو، تعمیراتي کارونو او نورو خدماتو لپاره د روانو ټېنډرونو او قراردادونو بیا کتنه وکړي.
د چیف سېکرټري د دفتر له خوا د اکتوبر په ۲۱مه جاري شوي خط کې ټولو انتظامي سېکرټریانو او د سرکاري ادارو مشرانو ته ویل شوي چې روان ټېنډرونه دې وکتل شي او دا دې معلومه کړل شي چې دغه خریداریانې او کارونه څومره ضروري دي او د سرکاري اصولو مطابق روان دي که نه.
په خط کې ویل شوي چې د هر ټېنډر او قرارداد جلا جلا کتنه دې وشي او دا دې معلومه کړل شي چې د اړوند کار لپاره پیسې موجودې دي، قانوني شرطونه پوره شوي او د سرکار پیسې په سمه توګه لګول کېږي که نه.
د حکم له مخې، هغه ټېنډرونه به هم کتل کېږي چې لا په لومړیو مرحلو کې دي، د ارزونې کار یې روان دی او یا د قرارداد ورکولو مرحلې ته رسېدلي دي.
چیف سېکرټري ټولو انتظامي سېکرټریانو ته هدایت کړی چې دغه کار یوازې تر صوبايي محکمو محدود پاتې نه شي، بلکې د ډویژنونو او ضلعو په سرکاري دفترونو کې هم روان ټېنډرونه او قراردادونه وکتل شي.
په خط کې دا هم ویل شوي چې د هرې معاملې په اړه به راتلونکې پرېکړه د بیا کتنې د نتیجې او د موجوده قانوني اصولو مطابق کېږي. خو په دغه حکم کې د ټولو روانو ټېنډرونو د بندولو یا د منظور شوو قراردادونو د منسوخولو خبره نه ده شوې.
د چیف سېکرټري دفتر تر اوسه دا نه دي ویلي چې د بیا کتنې کار به په څو ورځو کې بشپړېږي او یا به یې نتیجه کله اعلانېږي.
دغه حکم په داسې وخت کې جاري شوی چې په خېبر پښتونخوا کې د سرکاري انتظامیې د بدلونونو ترڅنګ د صوبې د پرمختیايي کارونو او سرکاري لګښتونو په اړه هم مهمې پرېکړې روانې دي.


شال نیوز