اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان د ټیکسونو وفاقي ادارې (ایف بي آر) له بهر نه د راوړل شوو موبایل فونونو د سیلز ټیکس په میاشتنیو قسطونو د ورکولو اجازه ورکړې ده.

 

د ایف بي آر د نوي حکم له مخې، هغه کسان چې له بهرنیو هېوادونو پاکستان ته موبایلونه راوړي، کولای شي د رجسټر کولو پر وخت یې ټول سیلز ټیکس یوځای ورکړي او یا یې په میاشتنیو قسطونو ادا کړي.

 

دا اسانتیا له بهر نه راتلونکو مسافرو، په پاکستان کي درخواست ورکوونکو او هغو کسانو ته هم ورکړل شوې چې موبایلونه د ډاک یا کوریر له لارې راغواړي. د حکم له مخې، خلک به د موبایلونو د رجسټر کولو د نظام له لارې د قسطونو انتخاب کولای شي.

 

د قسطونو شمېر به د روان مالي کال له پاتې میاشتو سره سم ټاکل کېږي، خو وروستی قسط به د جون تر ۳۰مې ورکول لازمي وي.

 

ایف بي آر ویلي، که څوک خپل قسط په ټاکلي وخت ورنه کړي، موبایل به یې غیر رجسټر وګڼل شي او بندېدای شي. په داسې صورت کي به د ټیکس پاتې ټولې پیسې یوځای ورکول وي.

 

له دې اسانتیا به هغه پاکستانیان هم ګټه اخیستلای شي چې له امریکا، اروپا او خلیجي هېوادونو څخه پاکستان ته موبایلونه راوړي.