کوټه (شال نیوز) : د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان په ګوادر ضلعه کي یې د امنیتي ځواکونو سره په نښتو کي د یوې ښځې په ګډون لس وسله وال وژلي دي.
د پوځ د عامه اړیکو څانګې، آی اېس پي آر، د اکتوبر په ۲۳مه په یوه بیان کي ویلي چې وسله والو د اکتوبر په ۲۲مه د ګوادر ښار او د ګبد سرحدي لارې په سیمو کي د بریدونو هڅه کړې وه.
د بیان له مخې، امنیتي ځواکونو د وسله والو د مخنیوي لپاره په ګوادر ښار او شاوخوا سیمو کي عملیات پیل کړل چې په ترڅ کي یې په بېلابېلو نښتو کي لس وسله وال ووژل شول.
پوځ وايي، په دغو بریدونو کي یو عام وګړی هم وژل شوی او یو شمېر ګاډو ته زیان رسېدلی دی، خو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. آی اېس پي آر ویلي چې په وژل شویو وسله والو کي یوه ښځه هم شامله ده.
پوځ ویلي چې دغه ښځه وسله والو په زور په برید کي ګډون ته مجبوره کړې وه، خو د دې خبرې د ملاتړ لپاره یې نور تفصیلات نه دي ورکړي.
په بیان کي د وسله والو د کومې ځانګړې ډلې نوم نه دی اخیستل شوی، خو پوځ هغوی د هند په ملاتړ په فعالیتونو تورن کړي دي.
د پاکستان پوځ تر دې وړاندې هم په بلوچستان کي د وسله والو د فعالیتونو تر شا د هند د لاس لرلو تورونه لګولي دي. هند دا ډول تورونه رد کړي دي.
د ګوادر د تازه پېښو په اړه د وسله والو د کومې ډلې دریځ نه دی ترلاسه شوی او د پوځ له خوا د اعلان شوې مرګ ژوبلې خپلواک تصدیق هم نه دی شوی.
آی اېس پي آر وايي، په ګوادر کي عملیات بشپړ شوي او په سیمه کي امنیت بېرته ټینګ شوی دی. پوځ ویلي چې د وفاقي حکومت د «عزم استحکام» پروګرام له مخې به د وسله والو خلاف عملیات روان ساتي.
ګوادر د بلوچستان یو مهم ساحلي ښار دی چې بندر یې د چین او پاکستان د اقتصادي راهدارۍ، سي پېک، له مهمو منصوبو څخه ګڼل کېږي. په دغه سیمه کي تر دې وړاندې هم پر امنیتي ځواکونو او سرکاري ودانیو بریدونه شوي دي.


نعيم اچکزئي