اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړي شیر افضل مروت ویلي چې د انټرنېټي جرمونو د مخنیوي په قانون (پېکا) کي د بدلون لپاره به قومي اسمبلۍ ته یوه قانوني مسوده وړاندې کړي.
نوموړي ویلي چې مسوده یې وروستي پړاو ته رسېدلې او قومي اسمبلۍ ته تر وړاندې کولو مخکي به یې د خبریالانو د حقونو او د رسنیو د ازادۍ د څار ادارې فریډم نېټورک سره شریکه کړي.
شیر افضل مروت دا څرګندونې په اسلام اباد کي د فریډم نېټورک له خوا د خبریالانو د خوندیتوب په اړه د یوه راپور د خپرېدو په غونډه کي کړې دي.
د فریډم نېټورک د خبرپاڼې له مخې، مروت ویلي چې په پېکا قانون کي د بدلون راوستل ضروري دي، څو څرګنده شي چې څوک د دې قانون د اصلاح ملاتړ کوي او څوک ورسره مخالفت لري.
هغه ویلي چې رسنۍ او پارلمان باید په ګډه کار وکړي او دی تیار دی چې د قومي اسمبلۍ د غړي په توګه د دواړو ترمنځ د رابطې کردار ترسره کړي.
د پاکستان د قومي اسمبلۍ د اطلاعاتو او خپرونو د مستقلې کمېټۍ غړي پلین بلوچ هم غونډې ته ویلي چې د هغه نېشنل پارټي د رسنیو د ازادۍ او د خبریالانو د حقونو د ملاتړ لپاره همکارۍ ته تیاره ده.
نوموړي ویلي چې د قومي اسمبلۍ اړونده کمېټۍ به د رسنیو له استازو سره په ګډه د هغوی د ستونزو د حل لپاره کار کوي. پلین بلوچ د ځینو یوټیوبرانو پر کار هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې پر خلکو د تورونو لګولو پر وخت باید هغوی ته د خپل دریځ څرګندولو موقع ورکړل شي.
په غونډه کي د فریډم نېټورک هغه راپور هم وړاندې شوی چې په وفاقي کچه او په سند صوبه کي د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د جوړو شویو کمېسیونونو کار پکی څېړل شوی دی. دا راپور میناهل شهاب او عدنان رحمت په ګډه تیار کړی دی.
په راپور کي ویل شوي چې یوازې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د قانون جوړول کافي نه دي، بلکې د قانون عملي کول، د شکایتونو اورېدل او د خبریالانو د امنیت لپاره اغېزمن ګامونه پورته کول هم ضروري دي.
راپور سپارښتنه کړې چې د خبریالانو د خوندیتوب کمېسیونونه دې پیاوړي شي، خبریالانو ته دې د شکایتونو د ثبتولو اسانه لارې برابرې شي او د دغو ادارو د کار نتیجه دې په منظمه توګه وڅېړل شي.
د پاکستان د انټرنېټي جرمونو د مخنیوي قانون، چې په ۲۰۱۶ کال کي منظور شوی و، د بیان د ازادۍ او پر انټرنېټ د خپرېدونکو معلوماتو د څارنې له امله له اوږدې مودې راهیسې د خبریالانو او د بشري حقونو د ادارو له نیوکو سره مخ دی.
په ۲۰۲۵ کال کي هم په دې قانون کي بدلونونه راوستل شوي وو چې د خبریالانو تنظیمونو یې مخالفت کړی و. شیر افضل مروت تر اوسه د خپلې نوې قانوني مسودې تفصیل نه دی خپور کړی او دا هم نه ده څرګنده چې قومي اسمبلۍ ته به یې په کومه نېټه وړاندې کوي.


شال نیوز