پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې ویلي چې د نومبر له دویمې نېټې به د صوبې په ۲۷ ضلعو کي د پولیو ضد مهم پیل شي چې پکی به له ۴۳ لکو څخه زیاتو ماشومانو ته د پولیو د مخنیوي څاڅکي ورکول کېږي.

 

د دغه مهم اعلان د جمعې په ورځ په پېښور کي د پولیو د نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کي وشو. دا غونډه د پولیو د مخنیوي د بېړنیو چارو مرکز او خېبر میډیکل یونیورسټۍ په ګډه جوړه کړې وه.

 

په غونډه کي د خېبر پښتونخوا د صحت سېکرټري مطیع الله خان، د خېبر میډیکل یونیورسټۍ وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر عبدالجلیل خان، د صحت محکمې چارواکو، ډاکټرانو، زده کوونکو او د نړیوالو مرستندویه ادارو استازو ګډون کړی و.

 

د صحت سېکرټري مطیع الله خان وویل چې د پولیو د ختمولو لپاره د حکومت، مرستندویه ادارو او عامو خلکو ګډې هڅې ضروري دي.

 

هغه وویل چې د پولیو ټیمونه په سختو حالاتو کي کور په کور ګرځي او ماشومانو ته څاڅکي ورکوي. نوموړي د دغو کارکوونکو د خدمتونو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د دوی د هڅو مقصد ماشومان د ټول عمر له معذورۍ ژغورل دي.

 

په غونډه کي د هغو کورنیو پر اندېښنو هم خبرې وشوې چې خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي نه ورکوي. ګډونوالو وویل چې د دغو کورنیو د باور ترلاسه کولو لپاره باید دیني عالمان، مقامي مشران او ډاکټران د پولیو د مخنیوي په مهمونو کي برخه واخلي.

 

د یونیسف استازي وویل چې اداره به یې د پولیو د مخنیوي د مهمونو د ښه کولو، د غلطو معلوماتو د مخنیوي او د خلکو د باور د زیاتولو لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

 

د صحت محکمې اېډیشنل سېکرټرې او د پولیو د بېړنیو چارو د مرکز مشرې ساره رحمان وویل چې د پولیو د کارکوونکو د هڅو له امله د هغو ماشومانو شمېر کم شوی چې د پولیو له څاڅکو پاتې کېږي.

 

هغې له زده کوونکو وغوښتل چې په خپلو سیمو کي د پولیو او د ماشومانو د نورو حفاظتي ټیکو په اړه خلکو ته معلومات ورکړي.

 

د خېبر میډیکل یونیورسټۍ وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر عبدالجلیل خان وویل چې تعلیمي او طبي ادارې باید د پولیو د څاڅکو په اړه د خلکو د اندېښنو په لرې کولو کي مرسته وکړي.

 

هغه له میندو او پلرونو وغوښتل چې د پولیو له ټیمونو سره مرسته وکړي او خپلو ماشومانو ته د هر مهم پر مهال څاڅکي ورکړي. په غونډه کي د پولیو د مخنیوي په اړه د ویناګانو مقابله هم وشوه او د پولیو د کارکوونکو د خدمتونو په اړه یو دستاویزی فلم وښودل شو.

 

د غونډې په پای کي د پولیو یو شمېر کارکوونکو ته ستاینلیکونه او شیلډونه ورکړل شول. د صحت محکمې په اعلامیه کي د هغو ۲۷ ضلعو نومونه نه دي ورکړل شوي چې د نومبر له دویمې نېټې به پکی د پولیو ضد مهم پیلېږي.