اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، تر هغې چې افغان طالبان له خپلې خاورې د پېښېدونکو ګواښونو مخنیوی ونه کړي، نورې خبرې اترې به کومه عملي ګټه او مثبته پایله ونه لري.

 

د دې و وزارت ویاند، سجاد حیدر خان د جمعې په ورځ خبریالانو ته د احتمالي منځګړیتوب په برخه کې د روسیې د رول په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: “ دمګړی له افغان طالبانو سره د مذاکراتو په تړاو هیڅ نوی وړاندیز تر بحث لاندې نشته.”

 

خان زیاته کړه چې پاکستان د روسیې په ګډون د هر هېواد وړاندیزونو ته درناوی کوي او ارزښت ورکوي، خو له طالبانو سره د افهام او تفهیم چانس کم لیدل کېږي.

 

هغه د مسکو فارمټ د ګډې اعلامیې پر وړاندې د طالبانو مخالفت ته په اشاره وویل:

 

“دا حقیقت چې د طالبانو رژیم حتی هغه پخوانۍ طرحې هم نه مني چې مخکې یې منلې وې، ښیي چې د طالبانو سختدریځی او د نه جوړجاړي چلند یوې بلې لوړې کچې ته رسېدلی دی.”

 

حیدرخان زیاته کړې چې پاکستان به یوازې هغه مهال مذاکراتو ته لېوالتیا وښيي چې یو روښانه پوهاوی شتون ولري.

 

نوموړی زیاتوي:

 

“د مسکو فارمټ په غونډو کې ټولو ولیدل چې طالبانو نه غوښتل دا حقیقت ومني چې هلته ترهګر شتون لري او ګڼې ترهګریزې ډلې په افغانستان کې فعالیت کوي او وده کوي.”

 

هغه د ملګرو ملتونو راپورونو ته په اشاره وویل چې په افغانستان ۲۰ ترهګریزې ډلې شتون لري او په له هغه ځایه د پاکستان، ازبکستان، ایران او چین په وړاندې فعالیتونه کوي.

 

پر افغانستان واکمن طالبانو تر اوسه د‌ پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند دغه تازه څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې یې په ځلونو د پاکستان دغه ډول ادعاوې رد کړي دي.