برلین (شال نیوز) : د پاکستان ولسمشر، اصف علي زرداري ،د اکتوبر په ۲۳مه، په برلین کې له خپل جرمني سیال سره په کتنه کې د افغانستان اړوند ننګونو په اړه خبرې کړې دي.

 

د پاکستان د ولسمشرۍ دفتر په یوه اعلامیه کې د دې خبر د تایید ترڅنګ ویلي، زرداري په دې کتنه کې څرګنده کړې چې اسلام‌اباد د افغانستان له خلکو سره هېڅ ډول دښمني نه لري.

 

هغه زیاته کړې، خو پاکستان به وسله‌ والو ډلو ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر وګړو د بریدونو او د دغه هېواد د حاکمیت د نقض لپاره کار واخلي.

 

د اعلامیې له مخې، د جرمني ولسمشر فرانک‌ والټر شټاین‌ مایر د پاکستان له حکومت څخه د هغو ۵۰۰ افغان وګړو د هویت د تایید بهیر د اسانتیا له امله مننه کړې چې ټاکل شوې جرمني ته بېرته ولېږدول شي.

 

شټاین‌مایر همدارنګه په تېرو څه باندې څلورو لسیزو کې د پاکستان له لوري د میلیونونو افغان وګړو لپاره د بشري مرستو ستاینه کړې ده.

 

د یادونې وړ ده چې اصف علي زرداري پرون د شټاین‌مایر په بلنه جرمني ته په رسمي سفر روان شو. دا په تېرو ۲۳ کلونو کې جرمني ته د پاکستان د یوه ولسمشر لومړی سفر دی.

 

پاکستاني چارواکي په کراتو مراتو ادعا کوي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پرضد کار اخیستل کېږي. خو پر افغانستان واکمن طالبان بیا د پاکستان دغه ادعا ردوي.