واڼا (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان پولیس وايي، د ضلعې په ګانګۍ خوله او غورلمه خوله سیمو کي پولیسو او پوځ په ګډه سرچ آپرېشن کړی دی.
د پولیسو د بیان له مخې، دا کارروایي د ضلعې د پولیسو مشر شاه حسن په لارښوونه د رغزۍ تاڼې ایډیشنل اېس اېچ او خورشید خان په مشرۍ شوې ده.
پولیس وايي، د سرچ آپرېشن پر مهال امنیتي ځواکونو په دواړو سیمو کي بېلابېل ځایونه پلټلي او د امنیتي صورتحال جاج یې اخیستی دی.
د پولیسو ویاند ویلي چې د دې کارروایۍ مقصد په سیمه کي د امن ټینګښت، د امنیت ښه کول او د خلکو د سر او مال ساتنه ده.
د پولیسو په بیان کي د چا د نیول کېدو، د وسلو د ترلاسه کېدو او یا د کومې نښتې یادونه نه ده شوې. پولیس وايي، د سیمې د امنیت لپاره به له پوځ سره ګډې هلې ځلې جاري ساتي.


ظفر وزير