د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید د اورکزیو د سفر پر مهال ویلي، د صوبې په ضم شویو او جنوبي ضلعو کې د امن د ټینګښت لپاره هر اړخیز پلان جوړ شوی دی. نوموړي له امنیتي چارواکو او سیمه‌ییزو مشرانو سره تر لیدنو وروسته د امن د بحالۍ لپاره د روانو هڅو د مثبتو پایلو هیله څرګنده کړه. هغه زیاته کړې، د اورکزیو لپاره د دوو تر دریو اربو روپیو د مالي کڅوړې پر جوړولو کار روان دی، چې د پولیسو لپاره د نوې ودانۍ جوړول هم پکې شامل دي.