د خېبر پښتونخوا په بنو کې د قامي اسمبلۍ د غړي مولانا سید نسیم علي شاه د نیولو پر ضد د دیني مدرسو استادانو او زده کوونکو احتجاجي غونډه شوې ده. ګډونوالو د مولانا سید نسیم علي شاه د نیولو پر ضد خپل احتجاج څرګند کړی او د نوموړي د خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده.