پېښور پوهنتون کې د ښځو د حقونو او د نجونو د زده کړو په اړه تهیټر ننداره وشوه. په دې ننداره کې زده کوونکو د تهیټر له لارې هغه ستونزې انځور کړې چې نجونې یې په کورنۍ او ټولنه کې له زده کړو او خپلو حقونو ته د رسېدو پر مهال ورسره مخ کېږي. د نندارې موخه د ښځو د حقونو په اړه د پوهاوي لوړول او د نجونو د زده کړو د ارزښت څرګندول وو.