د بر دیر د واړۍ تحصیل په اخګرام، واړۍ، صاحب اباد او جاګام بازارونو کې د لوکل ګورنمنټ تر څارنې لاندې د صفایۍ او د تجاوزاتو لرې کولو کمپاین پیل شوی دی. د چارواکو په وینا روانې د میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به په ټولو یادو بازارونو کې د کثافاتو پاکولو او د غیرقانوني تجاوزاتو لرې کولو چارې ترسره شي.


جاوید ملنګ