اوتھل : د وندر او اوتھل ترمنځ زیرو پوائنټ ته نږدې د مسافر وړونکي وین او کوچ ترمنځ د ټکر له امله ۱۱ کسان مړه او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، پېښه د زیرو پوائنټ په سیمه کې رامنځته شوې، چې پکې له کراچۍ څخه بېلې ته روان وین او کراچۍ ته روانه مسافر وړونکې کوچ له یو بل سره ټکر شوي دي.
د پېښې له خبر ترلاسه کېدو وروسته د ایدهي امبولانسونه او پولیس د پېښې ځای ته روان شوي دي. د مړو جسدونه او ټپیان د اوتھل ډسټرکټ هېډکوارټر روغتون ته لېږدول شوي دي. له پېښې وروسته د ژغورنې چارې پیل شوې دي او ټپیانو ته طبي مرستې ورکول کېږي.


شال نیوز