اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان قامي اسمبلۍ ته ویل شوي چې په هېواد کي د موبایل فون کنکشنونو شمېر شاوخوا ۲۱ کروړو ته رسېدلی، چې له دې جملې څخه ۱۶ کروړه او ۱۷ لکه کنکشنونه د موبایل انټرنېټ لپاره استعمالېږي.
د انفارمېشن ټېکنالوجۍ پارلماني سېکرټرې سبین غوري د قومي اسمبلۍ د پوښتنو په ساعت کي ویلي چې د پاکستان ټېلې کمیونیکېشن اتهارټي (پي ټي اې) په هېواد کي د موبایل کمپنیانو د خدماتو معیار څاري.
د هغې په وینا، د پي ټي اې ډلې وخت په وخت د موبایل شبکو معاینه کوي او کومې کمپنۍ چې خدمات یې خراب وي، هغوی ته د ښه کولو لارښوونې کېږي. سبین غوري دا هم ویلي چې د فایو جي موبایل خدماتو په بیو کي زیاتوالی نه دی راغلی.
په پاکستان کي د موبایل کنکشنونو شمېر که څه هم ۲۱ کروړو ته رسېدلی، خو دا په دې معنا نه ده چې دومره جلا کسان موبایل فونونه لري، ځکه یو کس له یوه زیات سیم کارډونه هم استعمالولای شي.
د قومي اسمبلۍ په وړاندې شوو معلوماتو کي د خېبر پښتونخوا، قبایلي ضلعو او بلوچستان د موبایل او انټرنېټ د خدماتو جلا شمېرې نه دي ورکړل شوې.
په دغو سیمو کي د موبایل شبکو د خرابو خدماتو او د انټرنېټ د بندېدو په اړه د خلکو شکایتونه موجود دي، خو تر اوسه دا نه ده څرګنده چې پي ټي اې د دغو ستونزو د هوارولو لپاره کوم ځانګړي ګامونه اخیستي دي.


شال نیوز