واڼا (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان پولیسو د سپین ډیم تاڼې په حدودو کي د تورو شیشو لرونکو ګاډو خلاف د چیکنګ او قانوني کارروایو لړۍ پیل کړې ده.
د پولیسو ویاند ویلي چې دغه کارروایۍ د ضلعې د پولیسو مشر شاه حسن په هدایاتو، د واڼې ډي اېس پي اصغر علي شاه تر څارنې او د سپین ډیم تاڼې د اېس اېچ او رضاالله خان په مشرۍ روانې دي.
د ویاند په وینا، پولیس په بېلابېلو ځایونو کي ګاډي چیک کوي او د مشکوکو کسانو په تګ راتګ هم نظر ساتي. پولیس وايي، د تورو شیشو لرونکو ګاډو د مالکانو خلاف به د قانون مطابق کارروایي کېږي.
د پولیسو ویاند له خلکو غوښتي چې د ګاډو د شیشو په اړه د قانون پابندي وکړي او د چیکنګ پر مهال له پولیسو سره همکاري وکړي. پولیسو دا نه دي ویلي چې تر اوسه یې د څومره ګاډو خلاف کارروایي کړې ده.


ظفر وزير