پېښور (شال نیوز) : د پاکستان د پوځ مشر او د دفاعي ځواکونو چیف فیلډ مارشل عاصم منیر ویلي چې په خېبر پښتونخوا کي به د وسله والو خلاف پوځي کارروایۍ جاري ساتل کېږي. نوموړي دا خبرې د جمعې په ورځ، د اکتوبر په ۲۳مه، په پېښور کي د پوځ د کور هېډکوارټر د دورې پر مهال کړې دي.

 

د پوځ د عامه اړیکو د څانګې، آی اېس پي آر، د بیان له مخې، عاصم منیر ته په خېبر پښتونخوا کي د امنیتي صورتحال، د وسله والو خلاف د روانو کارروایو، د سرحدونو د څارنې او د پوځ د تیاریو په اړه تفصیلي معلومات ورکړل شوي دي.

 

عاصم منیر ویلي چې پوځ به د هغو وسله والو ډلو خلاف کارروایۍ جاري ساتي چې پاکستان یې د هند په ملاتړ تورنوي. هند له دې وړاندې هم د پاکستان له خوا د وسله والو ډلو د ملاتړ تورونه رد کړي دي. د پوځ په تازه بیان کي د دې تور د ثابتولو لپاره کوم نوي شواهد نه دي وړاندې شوي.

 

د پوځ مشر په خېبر پښتونخوا کي د پوځي افسرانو او عسکرو د کار ستاینه کړې او هغوی ته یې ویلي چې د هر ډول امنیتي صورتحال د مقابلې لپاره دې تیار وي.

 

آی اېس پي آر په خپل بیان کي د کومو نویو پوځي عملیاتو د پیل، د وژل شوو وسله والو د شمېر او یا په کومه ځانګړې ضلعه کي د راتلونکو کارروایو په اړه تفصیل نه دی ورکړی.

 

د عاصم منیر دا دوره په داسې وخت کي شوې چې یوه ورځ وړاندې وزیراعظم شهباز شریف په پېښور کي د ایپکس کمېټۍ په غونډه کي د خېبر پښتونخوا د امنیتي صورتحال او د وسله والو خلاف د روانو کارروایو جاج اخیستی و.

 

د پوځ په بیان کي دا هم نه دي ویل شوي چې د دې دورې په نتیجه کي د خېبر پښتونخوا د هغو ۱۲ ضلعو په اړه کومه نوې پرېکړه شوې ده چې اوس پکی ځانګړي امنیتي او انتظامي اقدامات روان دي.