واڼا (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان د واڼې په وچه خوړه سیمه کي د زمکې پر سر د شخړې له امله د وروڼو ترمنځ ډزې شوې چې پکی یو ورور ژوبل شوی دی.

 

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په ډزو کي ژوبل شوی تن ضیاء الرحمان نومېږي چې د عبدالمنان زوی او د آواخېل قوم سره تعلق لري.

 

ضیاء الرحمان نن د اکتوبر په ۲۳مه، د جمعې په ورځ سهار ۱۱ بجې او ۱۰ دقیقې د واڼه ډي اېچ کیو هسپتال ته رسول شوی، چې هلته ورته طبي امداد ورکړل شوی دی.

 

تر اوسه دا نه ده معلومه شوې چې د زمکې پر سر شخړه له څه مودې راهیسې روانه وه، ډزې چا کړې دي او د ژوبل شوي تن روغتیايي حالت څنګه دی.

 

د پولیسو له خوا د پېښې په تړاو د مقدمې درج کولو یا د چا د نیولو په اړه هم معلومات نه دي ترلاسه شوي.