اسلام اباد (شال نیوز) : اروپايي ټولنې او پاکستان په افغانستان کي د امنیتي حالاتو او له دغه هېواده د راپېښېدونکو ممکنه ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د وسله والو ډلو د مخنیوي لپاره یې د ګډې همکارۍ پر زیاتولو ټینګار کړی دی.

 

دا څرګندونې په اسلام اباد کي د اروپايي ټولنې او پاکستان ترمنځ د ترهګرۍ خلاف د مبارزې په اړه د خبرو اترو په لسم پړاو کي شوې دي.

 

د غونډې په پای کي په خپره شوې ګډه اعلامیه کي ویل شوي چې دواړو خواوو په سیمه او نړۍ کي د وروستیو بدلونونو او د هغو د امنیتي اغېزو په اړه خبرې کړې دي.

 

د اعلامیې له مخې، پاکستان او اروپايي ټولنې د ترهګرۍ هر ډول بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې د وسله والو ګواښونو د مخنیوي لپاره به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

 

اروپايي ټولنې په پاکستان کي وروستي وسله وال بریدونه هم غندلي او د وژل شویو او ژوبلو کسانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده. اروپايي ټولنې د وسله والو خلاف د پاکستان د هڅو ستاینه هم کړې ده.

 

دواړو خواوو په دې خبره اتفاق کړی چې د ملګرو ملتونو په ګډون به په نړیوالو ادارو کي خپلې اړیکې او همکاري نوره هم زیاته کړي. په غونډه کي د راتلونکو همکاریو لپاره ځینې مهمې برخې هم په ګوته شوې او پرېکړه شوې چې د امنیتي مسئلو په اړه به د دواړو خواوو ترمنځ خبرې په منظمه توګه روانې وي.

 

د ګډې اعلامیې له مخې، د پاکستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د دغو خبرو اترو یوولسم پړاو به په ۲۰۲۷ کال کي د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کي کېږي.

 

په اعلامیه کي د افغانستان د امنیتي حالاتو په اړه اندېښنه څرګنده شوې، خو په ورکړل شوو معلوماتو کي نه دي ویل شوي چې دواړو خواوو د دغو اندېښنو د لرې کولو لپاره کوم ځانګړي اقدامات منظور کړي دي.