کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان په سرښار کوټه کي د کانونو د مزدورانو تنظیمونو د پاکستان منرل ډوېلپمنټ کارپورېشن د نجکارۍ مخالفت کړی او خبرداری یې ورکړی چې په دې سره به د زرګونو مزدورانو نوکرۍ له خطر سره مخ شي.

 

د آل پاکستان لېبر فېډرېشن او پاکستان سنټرل ماینز لېبر فېډرېشن صدر لالا محمد سلطان د اکتوبر په ۲۲مه د کوټې پرېس کلب مخې ته د احتجاج پر مهال وویل چې حکومت دې د دغې سرکاري ادارې د نجکارۍ او د کانونو د لېزونو د ختمولو وړاندیزونه بېرته واخلي.

 

نوموړي وویل چې د کانونو مزدوران له وړاندې له ګڼو معاشي ستونزو سره مخ دي او د ادارې نجکاري به د هغوی د نوکریو په اړه اندېښنې نورې هم زیاتې کړي.

 

لالا محمد سلطان له وفاقي او صوبايي حکومتونو وغوښتل چې د کانونو او د مزدورانو د نوکریو په اړه دې له هرې پرېکړې وړاندې د مزدورانو له تنظیمونو او استازو سره خبرې وکړي.

 

هغه خبرداری ورکړ چې که د مزدورانو غوښتنې ونه منل شي، نو دوی به د خپلو نوکریو او قانوني حقونو د ساتلو لپاره احتجاج ته دوام ورکړي. تر اوسه دا نه ده څرګنده چې حکومت د پاکستان منرل ډوېلپمنټ کارپورېشن د نجکارۍ په اړه کومه وروستۍ پرېکړه کړې ده او که نه.

 

د وفاقي حکومت له خوا د مزدورانو د دغو غوښتنو په اړه هم کوم تازه دریځ نه دی ترلاسه شوی.