واشنګټن (شال نیوز) : د امریکا یوه وفاقي عدالت صدر ډونلډ ټرمپ ته حکم کړی چې د برتانیې د نشریاتي ادارې بي بي سي خلاف د لس اربه ډالرو د بدنامۍ په مقدمه کي د دسمبر تر ۱۱مې نېټې پورې د وکیلانو پوښتنو ته د قسم لاندې ځوابونه ورکړي.

 

ټرمپ پر بي بي سي تور لګولی چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په شپږمه یې د هغه د وینا بېلابېلې برخې په یوه پروګرام کي داسې سره یو ځای کړې وې چې لیدونکو ته یې د وینا غلط تاثر ورکاوه. دا هغه ورځ وه چې د ټرمپ پلویانو په واشنګټن کي د امریکا د کانګرېس پر ودانۍ حمله کړې وه.

 

بي بي سي منلې چې د ټرمپ د وینا په اېډېټ کولو کي تېروتنه شوې وه او په دې اړه یې بښنه هم غوښتې ده، خو دا یې نه ده منلې چې د بدنامۍ له امله دې د تاوان ورکولو قانوني ذمه واري ولري.

 

د بي بي سي وکیلانو عدالت ته ویلي چې ټرمپ د مقدمې د اورېدنې لپاره د ضروري معلوماتو په ورکولو کي ځنډ کوي. بلخوا د ټرمپ وکیلانو ویلي چې د امریکا د صدر سرکاري مصروفیتونه او امنیتي ضرورتونه باید د بیان اخیستلو پر مهال په پام کي ونیول شي.

 

عدالت د اکتوبر په ۲۲مه ټرمپ ته د دسمبر ۱۱مه د قسم لاندې د بیان ورکولو وروستۍ نېټه ټاکلې ده. په دې مقدمه کي ټرمپ له بي بي سي څخه د لس اربه ډالرو تاوان غوښتنه کړې، خو عدالت لا د مقدمې په اصل او د تاوان په غوښتنه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.