اوټاوا (شال نیوز) : د پاکستان د فزیشنز او سرجنز کالج او د کاناډا د فزیشنز او سرجنز رائل کالج د ډاکټرانو د لوړو زده کړو او روزنې لپاره د ګډ کار تړون لاسلیک کړی دی.
په اوټاوا کي د پاکستان های کمېشن ویلي چې د دې تړون له مخې به دواړه ادارې د متخصصو ډاکټرانو په روزنه، د طبي استادانو په تربیه او د طب د زده کړو په ښه کولو کي له یو بل سره مرسته کوي.
د تړون د لاسلیک کولو پر مهال د پاکستان د پلاوي مشري پروفېسر ډاکټر خالد مسعود ګوندل او د کاناډا د پلاوي مشري ډاکټر کرسټوفر واټلېنګ کوله.
د پاکستان های کمېشن په خپل بیان کي دا نه دي ویلي چې د دې تړون له مخې به څومره پاکستاني ډاکټران کاناډا ته د روزنې لپاره ځي، د روزنې لړۍ به کله پیلېږي او خرچه به یې څوک ورکوي.
دا هم نه ده څرګنده شوې چې د خېبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون د پاکستان د نورو صوبو ډاکټران به په دغو پروګرامونو کي د ګډون لپاره څنګه ټاکل کېږي.


شال نیوز