اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان الېکشن کمېشن د خېبر پښتونخوا د قومي او صوبايي اسمبلۍ د یو شمېر انتخابي حلقو نوی تفصیل خپور کړی دی.
د الېکشن کمېشن د نوټیفیکېشن له مخې، دغه بدلونونه په سوات، هنګو، اورکزو، کرک، ټانک او ډېره اسماعیل خان کي د انتظامي حدودو د پخوانیو بدلونونو له امله شوي دي.
د نوي تفصیل له مخې، د کرک ضلعې درشي او مټوخېل کلي د قومي اسمبلۍ په اېن اې ۳۶ حلقه کي شامل شوي او له اېن اې ۳۸ څخه ایستل شوي دي.
د الېکشن کمېشن په پخواني ریکارډ کي اېن اې ۳۶ د هنګو او اورکزو ګډه حلقه او اېن اې ۳۸ د کرک ضلعې حلقه ده. د ډېره اسماعیل خان او ټانک د قومي اسمبلۍ د اېن اې ۴۳، اېن اې ۴۴ او اېن اې ۴۵ حلقو په تفصیل کي هم بدلونونه شوي دي.
د پخوانیو انتخابي حدودو له مخې، اېن اې ۴۳ د ټانک او ډېره اسماعیل خان ګډه حلقه ده، چې د ټانک ټولې ضلعې ترڅنګ د ډېره اسماعیل خان پنیاله او کلاچي تحصیلونه او د یارک ځینې سیمې پکښې شاملې وې.
اېن اې ۴۴ او اېن اې ۴۵ د ډېره اسماعیل خان نورې دوه حلقې دي، چې د پهارپور، درابن، پروه، درازنده او د ضلعې بېلابېلې سیمې پکښې شاملې دي.
په سوات کي هم د قومي او صوبايي اسمبلۍ د ځینو حلقو تفصیل نوی شوی دی، خو د بدلونونو بشپړ معلومات لا نه دي ترلاسه شوي.
د الېکشن کمېشن دریځ دا دی چې د انتخابي حلقو عمومي حدود یې نه دي بدل کړي، بلکې د انتظامي سیمو د پخوانیو بدلونونو له مخې یې د حلقو تفصیل نوی کړی دی.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، الېکشن کمېشن د دغو بدلونونو له اعلان وړاندې د خلکو اعتراضونه نه دي اورېدلي.
د پاکستان د انتخابي قانون له مخې، د انتخابي حلقو د حدودو د بیا ټاکلو پر مهال خلکو ته د اعتراضونو حق ورکړل شوی دی. خو دا لا نه ده څرګنده چې د الېکشن کمېشن تازه بدلونونه د حلقو د بیا ټاکلو په قانوني تعریف کي راځي او که یوازې د انتظامي حدودو د پخوانیو بدلونونو د ثبتولو لپاره شوي دي.


شال نیوز