واڼا (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان په توی خوله سیمه کي د دوتاڼو او وزیرو قومونو ترمنځ د اوږدې مودې راهیسې روانې شخړې ځینې مهمې مسئلې د جرګې له لارې حل شوې دي.
د کوز سویلي وزیرستان پولیسو په یوه بیان کي ویلي چې د دواړو قومونو مشرانو موافقه کړې چې نور به لارې نه بندوي او د یو بل ګاډي به نه دروي.
دغه جرګه د ډپټي کمشنر مسرت زمان په هدایت او د ضلعې د پولیسو مشر شاه حسن په سپارښتنه د اېډیشنل ډپټي کمشنر پیر خالد په مشرۍ جوړه شوې وه.
په جرګه کي د پولیسو ډي اېس پي اصغر علي شاه، د توی خولې تاڼې اېس اېچ او انعام خان، اېډیشنل اېس اېچ او سیف الله او د دواړو قومونو ملکانو او مشرانو ګډون کړی وو.
د پولیسو په وینا، په جرګه کي د دواړو خواوو ترمنځ د لارې بندولو او د ګاډو د درولو پر سر خبرې وشوې او په اتفاق سره پرېکړه وشوه چې دغه مسئلې به نورې نه تکرارېږي.
خو د غواګانو پر سر د دواړو قومونو ترمنځ پاتې شخړه لا نه ده هواره شوې. د دې مسئلې د حل لپاره د نومبر په ۱۵مه د یوې بلې جرګې په جوړولو اتفاق شوی دی.
د ضلعې انتظامیې او پولیسو ویلي چې هڅه کوي د دواړو قومونو ترمنځ پاتې اختلافات هم د خبرو اترو او د سیمې د روایتي جرګو له لارې حل شي.
تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې د دواړو قومونو ترمنځ دغه شخړه له څومره مودې راهیسې روانه وه او د لارې د بندېدو له امله څومره خلک اغېزمن شوي وو.


ظفر وزير