ګوادر (شال نیوز) : د بلوچستان په ګوادر ښار کي ضلعي انتظامیې او پولیسو ویلي چې د یوې تعمیراتي کمپنۍ پر کمپ د وسله والو له حملې وروسته امنیتي وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

 

د چارواکو په وینا، وسله والو د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۲مه، د ګوادر په بي پي ۲۵۰ سیمه کي د یوې تعمیراتي کمپنۍ پر خالي کمپ د حملې هڅه کړې وه، خو امنیتي ځواکونو یې مخه نیولې ده.

 

امنیتي سرچینو ویلي چې د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په ډزو کي درې حمله کوونکي وژل شوي دي. د ضلعي انتظامیې د تازه معلوماتو له مخې، حمله کوونکو د کمپ ترڅنګ پر سړک ولاړو ځینو ټرکونو ته هم اور اچولی و، خو تر اوسه د سوځول شوو ټرکونو شمېر او د مالي زیان تفصیل نه دی څرګند شوی.

 

چارواکي وايي، د حملې پر مهال کمپ خالي و او د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې کوم راپور نه دی ترلاسه شوی. د ګوادر انتظامیې او پولیسو په ګډ بیان کي د امنیتي ځواکونو او استخباراتي ادارو پر مرکزونو د حملو راپورونه رد کړي دي.

 

چارواکو ویلي چې په ټولنیزو رسنیو کي د ګوادر د امنیتي وضعیت په اړه ځینې ناسم معلومات خپاره شوي او له خلکو یې غوښتي چې پر غیرتایید شوو خبرونو باور ونه کړي. د پاکستان داخله وزیر محسن نقوي د امنیتي ځواکونو د کارروایۍ ستاینه کړې ده.

 

د لومړنیو راپورونو له مخې، د حملې پر مهال یو شمېر نور وسله وال هم محاصره شوي وو، خو تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې هغوی نیول شوي، وژل شوي او که له سیمې تښتېدلي دي.

 

تر اوسه د ګوادر بندر یا د چین او پاکستان د اقتصادي راهدارۍ، سي پېک، د منصوبو د کار د بندېدو کوم رسمي اعلان هم نه دی شوی. د وسله والو د وژل کېدو او د حملې د څرنګوالي په اړه د امنیتي سرچینو څرګندونې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.