واڼا (شال نیوز) : په کوز سویلي وزیرستان کي د ځوانانو ترمنځ د مصورۍ او خطاطۍ مقابلې شوې دي چې پکی کامیابو ځوانانو ته نقد انعامونه ورکړل شوي دي.
دا مقابلې د ډپټي کمشنر مسرت زمان په هدایت د ضلعې د ځوانانو دفتر جوړې کړې وې چې مقصد یې د ځوانانو هنري صلاحیتونه مخې ته راوستل او هغوی مثبتو او هنري سرگرمیو ته هڅول وو.
د ضلعې انتظامیې په وینا، په دې مقابلو کي ځوانانو ته موقع ورکړل شوه چې د مصورۍ او خطاطۍ په برخه کي خپل هنر وښيي او خپلې وړتیاوې نورې هم ښې کړي.
په دې موقع اسسټنټ کمشنر رضوان برکي د خاص مېلمه په توګه ګډون وکړ او په مقابلو کي یې په ښو پوزیشنونو راغلو ځوانانو ته نقد انعامونه ورکړل. هغه د ځوانانو د هنر ستاینه وکړه او هغوی یې وهڅول چې خپلو هنري فعالیتونو ته دوام ورکړي.
د ضلعې انتظامیې په خپرو شوو معلوماتو کي د ګډونوالو شمېر، د کامیابو ځوانانو نومونه او د نقد انعامونو اندازه نه ده ښودل شوې.


ظفر وزير