بنو (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا په بنو کې د میریان تاڼې په حدودو کې د پولیسو پر یو ګشت له وسله والو کسانو تر ډزو وروسته، د سړک غاړې په یو موټرسایکل کې د ځای پر ځای شوي ریموټ کنټرول بم چاودنې دوه ملکي وګړي ټپیان کړي دي.
د پولیسو په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د میریان تاڼې مشر یا اېس اېچ او د ګشت پر مهال د ناپېژاندو وسله والو تر ډزو لاندې راغی.
پولیس وايي، د ډزو په ځواب کې یې هم ډزې وکړې، خو له پېښې وروسته د سړک غاړې ته په ولاړ یو موټرسایکل کې ځای پر ځای شوی ریموټ کنټرول بم وچاودېد او دوه ملکي وګړي یې ټپیان کړل.
د چارواکو په وینا، ټپیان سمدستي د بنو ډسټرکټ هېډکوارټر روغتون ته لېږدول شوي دي. پولیسو ویلي، چې د ډزو او چاودنې پر مهال د پولیسو ډلې ته زیان نه دی اوښتی.
د پېښې په اړه پلټنې روانې دي، خو تر اوسه د بریدګرو د هویت او د پېښې د انګېزې په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.


غلام اکبر مروت