ریاض (شال نیوز) : د سعودي عرب د تېلو لوی شرکت، سعودي ارامکو، په ظهران ښار کې خپلو کارکوونکو ته ویلي چې مرکزي دفتر خالي کړي او تر بلې اطلاع پورې دې له کورونو کار وکړي.

 

رویټرز خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۲مه، د شپږو سرچینو له قوله ویلي چې دا پرېکړه په سیمه کې د حوثي وسله والو د بریدونو له زیاتېدو وروسته شوې ده.

 

د راپور له مخې، د پنجشنبې په سهار په مرکزي دفتر کې امنیتي الارم هم غږېدلی و. د اکتوبر په ۱۳مه د ارامکو د مرکزي دفتر پر یوې ودانۍ برید شوی و چې له امله یې په څو پوړونو کې اور لګېدلی او ودانۍ ته دروند زیان رسېدلی و.

 

رویټرز هغه مهال د خپلو سرچینو له قوله ویلي وو چې اور د ودانۍ له شپږم تر لسم پوړ پورې خپور شوی و. د سعودي د انرژۍ وزارت بیا د اور لګېدنه محدوده بللې وه. دا تازه پرېکړه یوه ورځ وروسته شوې چې د سعودي عرب په ختیځه سیمه کې دوه مهم ځایونه تر بریدونو لاندې راغلل.

 

د سعودي د هوايي چلند ادارې ویلي چې د چهارشنبې په ماښام د دمام پر ملک فهد نړیوال هوایي ډګر په برید کې دوه کسان وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي. د وژل شوو کسانو له ډلې یو سعودي وګړی او بل هندوستانی و. ادارې ویلي چې د هوایي ډګر پروازونه بېرته عادي شوي دي.

 

بلخوا د سعودي د انرژۍ وزارت ویلي چې د چهارشنبې په ورځ د ارامکو د شیبه تېلو میدان ته روانه یوه بې پیلوټه الوتکه د هوايي دفاع له خوا راغورځول شوې وه. د الوتکې د ټوټو د لوېدو له امله یو فلیپینی او یو نیپالی وژل شوي، جبکہ یو پاکستانی او یو هندوستانی ژوبل شوي دي.

 

د وزارت په وینا، په دې پېښه کې د تېلو د تولید چارې نه دي اغېزمنې شوې. د سعودي په مشرۍ پوځي اتحاد ویلي چې د پنجشنبې په سهار یې د هېواد په ختیځه سیمه کې څلور نورې بې پیلوټه الوتکې هم راغورځولې دي.

 

تر اوسه د ارامکو د مرکزي دفتر د تازه خالي کولو له امله د تېلو د تولید یا نړیوالو بازارونو ته د رسولو په چارو کې د کوم نوي خنډ تایید نه دی شوی. د ارامکو مرکزي دفتر د سعودي عرب د تېلو د تولید، تصفیې، پایپ لاینونو او صادراتو د څارنې له مهمو مرکزونو څخه دی.