پېښور (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي ډپټي کمشنرانو ته د امن او نظم د وضعیت په پام کې نیولو سره د تهري ایم پي او قانون له مخې د نیولو او نظر بندۍ واکونه ورکړي دي.
د کورنیو چارو او قبایلي چارو محکمې د اعلامیې له مخې، ګورنر د تهري ایم پي او د ۱۹۶۰ کال قانون د درېیمې مادې د لومړي فرعي بند له مخې دغه واکونه ډپټي کمشنرانو ته سپارلي دي.
اعلامیه وايي، که د ضلعي پولیسو مشر د چا د نیولو یا نظر بندۍ قضیه ډپټي کمشنر ته واستوي، نو هغه به پرې سمدستي اقدام کوي.
د محکمې په وینا، دا پرېکړه د اکتوبر پر ۱۱مه په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت له اعلان وروسته شوې ده، چې موخه یې د اداري ځنډ کمول او د امن او نظم په اړه پر وخت اقدامات کول دي.
ګورنر فیصل کریم کونډي ډپټي کمشنرانو ته لارښوونه کړې چې له ورکړل شویو واکونو څخه د اساسي قانون او قانون له مخې کار واخلي او له هغو ناوړه ګټه پورته نه کړي.
اعلامیه زیاتوي چې د خلکو امن، خوندیتوب او امنیت د حکومت لومړیتوب دی.


شال نیوز