تخت بایي (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا د مردان ضلعې په تخت بایي کې د مدې بابا په سرکاري ګرلز های سکول کې د نهم ټولګي یوه زدهکوونکې د زینو نه د لوېدو په پېښه کې مړه شوې ده.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، انیسه د عزیز لور په سکول کې د زینو په سر ناسته وه، چې په مبینه توګه یې توازن خراب شو او لاندې ولوېده. هغه په پېښه کې سخته ژوبله شوه.
د پېښې له امله د انیسې د تره لور او همصنفۍ آنسه د شاهد لور هم د سختې صدمې له کبله بېهوښه شوې ده.
ویل کېږي چې د پېښې له خبر ترلاسه کولو سره سم د سکول استادانو او چوکیدار دواړه زدهکوونکې د تخت بایي تحصیل هېډکوارټر روغتون ته ورسولې، چېرته چې ډاکټرانو د انیسې د مړینې تصدیق وکړ او بلې زدهکوونکې ته یې طبي مرسته ورکړه.
د دې پېښې نه پس په سیمه کې د غم او خپګان فضا خوره شوې ده. د زدهکوونکو مور او پلار د سکول له انتظامیې غوښتنه کړې چې په تعلیمي ادارو کې دې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره اغېزمن انتظامات یقیني کړي.
تر اوسه د پېښې په اړه د سکول انتظامیې له خوا د کومې پلټنې یا رسمي بیان تفصیلات نه دي ورکړل شوي.


پامیر جان