اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان صدر اصف علي زرداري نن، د اکتوبر په ۲۲مه، له لاهوره جرمني ته په درې ورځني سرکاري سفر روان شوی دی. نوموړی به د دې سفر پر مهال د جرمني له صدر فرانک والټر شټاینمایر، نورو لوړپوړو چارواکو او کاروباري مشرانو سره ملاقاتونه کوي.
د پاکستان د خارجه وزارت د پنجشنبې د ورځې د بیان له مخې، دا سفر به د اکتوبر تر ۲۴مې دوام وکړي او په ملاقاتونو کي به د دواړو هېوادونو د سیاسي، اقتصادي او تجارتي اړیکو پر پراخولو خبرې کېږي. د صدر دفتر هم تایید کړې چې زرداري له لاهوره جرمني ته روان شوی دی.
دا سفر په داسې وخت کي کېږي چې پاکستان او جرمني سږ کال د خپلو سفارتي اړیکو ۷۵مه کلیزه لمانځي. دواړو هېوادونو د ۱۹۵۱ کال د اکتوبر په ۱۵مه رسمي سفارتي اړیکې جوړې کړې وې.
د اکتوبر په ۱۹مه په برلن کي د پاکستان نوي سفیر سلمان شریف د جرمني له صدر سره د ملاقات پر مهال د زرداري د سفر په اړه هم خبرې کړې وې. د جرمني صدر ویلي وو چې د پاکستان د صدر هرکلي ته سترګې په لار دی.
د پاکستان حکومت وايي، جرمني په اروپايي ټولنه کي د پاکستان د صادراتو تر ټولو لوی بازار دی. صدر زرداري هم د اکتوبر په اتمه له خپل نوي سفیر سره په ملاقات کي د تجارت، پانګونې او جرمني ته د پاکستاني هنرمندو کارکوونکو د تګ لپاره د لا زیاتو موقعو پر برابرولو ټینګار کړی و.


شال نیوز