بنو (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا په بنو ضلعه کې په ۶۷۲ دولتي ښوونځیو کې د بنسټیزو اسانتیاوو د برابرولو او د ودانیو د بیارغونې لپاره تر څلور اربه او ۵۰ کروړه روپیو زیاتې پیسې پکار دي.
د شته شمېرو له مخې، په دې ښوونځیو کې د ۷۱۱ ټولګیو ودانۍ خرابې شوې دي، په ۲۰۹ ښوونځیو کې د تشنابونو اړتیا ده او د ۳۳ ښوونځیو دېوالونه یا نشته او یا هم بیارغونې ته اړتیا لري.
د ښوونځیو د ودانیو او نورو اسانتیاوو په اړه په یو راپور کې ویل شوي، چې د دغو ستونزو د هواري لپاره ټولټال څلور اربه، ۵۰ کروړه، ۹۳ لکه، ۹۸ زره او ۶۶۳ روپۍ پکار دي.
د راپور له مخې، په بنو ضلعې کې تر ټولو زیاتې ستونزې په لومړنیو ښوونځیو کې دي، چې د بیارغونې او اسانتیاوو د برابرولو لپاره یې تر درې اربه او ۷۲ کروړه روپیو زیاتې پیسې پکار دي.
د راپور د شمېرو له مخې، د بنو ضلعې په ۵۸۵ لومړنیو ښوونځیو کې د ۶۳۰ ټولګیو ترمیم، د ۱۸۸ تشنابونو جوړولو او د ۲۲ ښوونځیو د دېوالونو بیارغونې ته اړتیا ده.
د دغو کارونو لپاره درې اربه، ۷۲ کروړه، درې لکه او ۶۳ زره او ۲۷۰ روپۍ لګښت اټکل شوی دی، چې د ټولو اړینو پیسو شاوخوا ۸۲ نیم سلنه جوړوي.
په ۳۵ منځنیو ښوونځیو کې د ۱۲ ټولګیو ترمیم، د اوو تشنابونو جوړولو او د پنځو ښوونځیو د دېوالونو بیارغونې ته اړتیا ښودل شوې ده. د دې کارونو لپاره ۳۴ کروړه، ۲۹ لکه او ۵۶ زره او ۵۱۶ روپۍ پکار دي.
همدارنګه، په ۳۹ هایي سکولونو کې د ۵۹ ټولګیو ترمیم، د ۱۱ تشنابونو جوړولو او د پنځو ښوونځیو د دېوالونو بیارغونه اړینه بلل شوې ده. د دې چارو لګښت ۳۹ کروړه، ۴۵ لکه او ۱۸ زره او ۲۹۰ روپۍ اټکل شوی دی.
په ۱۳ لوړو ثانوي ښوونځیو کې بیا د ۱۰ ټولګیو ترمیم، د درېیو تشنابونو جوړولو او د یو ښوونځي د دېوال بیارغونې ته اړتیا ده، چې لګښت یې پنځه کروړه، ۱۵ لکه او ۶۰ زره او ۵۸۷ روپۍ اټکل شوی دی.
په کومو سیمو کې زیاتې اړتیاوې شته؟
د راپور له مخې، د بنو په تحصیل کې ټول ۴۱۷ دولتي ښوونځي دي، چې د ۲۲۷ ټولګیو ترمیم ته اړتیا لري. په دې سیمه کې د ۱۵۸ تشنابونو جوړول او د ۳۳ ښوونځیو د دېوالونو بیارغونه هم اړینه بلل شوې ده. د ضلعې د ښوونځیو د دېوالونو اړوند ټولې ۳۳ اړتیاوې په همدې تحصیل کې ثبت شوې دي.
په وزیر سب ډویژن کې بیا د ۱۰۸ ښوونځیو ۲۵۰ ټولګي خراب شوي او د ۳۲ تشنابونو جوړولو ته اړتیا ده. د میریان په تحصیل کې په ۵۶ ښوونځیو کې د ۹۹ ټولګیو ترمیم او د ۱۱ تشنابونو جوړول اړین بلل شوي دي.
په ډومېل تحصیل کې د ۴۲ ښوونځیو د ۴۹ ټولګیو ترمیم او د څلورو تشنابونو جوړولو ته اړتیا ده. په ککي تحصیل کې د ۳۰ ښوونځیو ۶۰ ټولګي ترمیم ته اړتیا لري، خو په راپور کې د تشنابونو او دېوالونو په اړه کومه اړتیا نه ده ثبت شوې.
همدارنګه، په بکاخېل تحصیل کې په ۱۶ ښوونځیو کې د ۲۶ ټولګیو ترمیم او د څلورو تشنابونو جوړولو ته اړتیا ښودل شوې ده. د راپور شمېرې ښيي، چې د بنو ولسوالۍ په دولتي ښوونځیو کې د بنسټیزو اسانتیاوو د برابرولو لپاره پراخو مالي سرچینو ته اړتیا ده.
په ځانګړې توګه، په وزیر سب ډویژن کې د ۲۵۰ ټولګیو خرابوالی او په بنو تحصیل کې د ۱۵۸ تشنابونو اړتیا هغه ستونزې دي، چې د ښوونیزو چارواکو او اړوندو ادارو جدي پاملرنې ته اړتیا لري.
خو په راپور کې دا نه دي ویل شوي، چې د یادو اړتیاوو د پوره کولو لپاره به پیسې کله ځانګړې کېږي او د بیارغونې چارې به څه وخت پیلېږي.


شال نیوز