کوټه (شال نیوز) : په بلوچستان کې ټېلې مېډېسن روغتیايي یونټونو فعالیت پیل کړی، چې له مخې یې د صوبې په لرې پرتو او کلیوالو سیمو کې د لومړنیو روغتیايي مرکزونو ناروغان د کوټې په مرکزي ډیسک کې له متخصصو ډاکټرانو سره مستقیمه اړیکه نیسي او طبي مشورې او لارښوونې ترلاسه کوي.

 

د ټېلې مېډېسن خدمتونو له لارې خلکو ته د ډیجیټلي نظام په مرسته د طبي اسانتیاوو د برابرولو لړۍ روانه ده، او له دې خدمتونو ګټه اخیستونکو وګړو هم د دغې اسانتیا په اړه خپل رضایت څرګند کړی دی.

 

د بلوچستان اعلیٰ وزیر میر سرفراز بګټي له ټېلې مېډېسن یونټونو سره ناڅاپي اړیکه نیولې او د دغو خدمتونو د فعالیت او کارکردګۍ ارزونه یې کړې ده.

 

په دې موقع، اعلیٰ وزیر په مرکزي ډیسک کې له موجودو متخصصو ډاکټرانو سره خبرې کړې او د ټېلې مېډېسن خدمتونو د طریقې، روغتیايي اسانتیاوو او ناروغانو ته د طبي مشورو د برابرولو په اړه یې معلومات ترلاسه کړي دي.

 

میر سرفراز بګټي د ټېلې مېډېسن ډیسک د کارکوونکو پر چمتووالي او خدمتونو د ډاډ څرګندولو ترڅنګ ویلي، الحمدلله، له ولس سره کړې بله ژمنه مو هم پوره کړه.

 

نوموړي وویل، د ټېلې مېډېسن خدمتونو په پیل سره به د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي د طبي مشورو ترلاسه کولو لپاره له اوږدو سفرونو او ستونزو څخه تر ډېره خوندي شي.

 

د هغه په وینا، د ډیجیټلي نظام له لارې ناروغانو ته د متخصصو ډاکټرانو د مشورو او طبي لارښوونو اسانتیا برابریږي، څو د روغتیايي خدمتونو ترلاسه کول ورته اسانه شي.

 

د بلوچستان اعلیٰ وزیر زیاته کړه چې د صوبې په لرې پرتو سیمو کې مېشتو خلکو ته د معیاري طبي مشورو د برابرولو لپاره ډیجیټلي نظام لا اغېزمن کېږي.

 

میر سرفراز بګټي ټینګار وکړ چې د صوبې په لرې پرتو سیمو کې خلکو ته د روغتیا په ګډون د نورو بنسټیزو اسانتیاوو د برابرولو لپاره به عملي اقدامات دوام ولري.

 

نوموړي ژمنه وکړه چې د بلوچستان حکومت به خلکو ته د غوره روغتیايي خدمتونو د برابرولو او د نوې ټکنالوژۍ په مرسته د روغتیايي نظام د لا اغېزمن کولو لپاره خپلې هڅې روانې ساتي.