ملاکنډ (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا د ملاکنډ په درګۍ تحصیل کې د ډزو په یوه پېښه کې څلور کسان وژل شوي دي.
د ریسکیو ۱۱۲۲ د معلوماتو له مخې پېښه د اکتوبر په ۲۲ مه د درګۍ تحصیل د شهید اباد په سیمه کې رامنځته شوې ده. د پېښې له خبر ترلاسه کولو وروسته د ریسکیو ۱۱۲۲ طبي ډلې له امبولانسونو سره سیمې ته رسېدلې دي.
د ریسکیو ۱۱۲۲ په وینا، کله چې د دوی کارکوونکي د پېښې ځای ته ورسېدل، څلور واړه کسان لا له وړاندې وژل شوي وو. د ریسکیو کارکوونکو د وژل شویو کسانو مړي د درګۍ تحصیل مرکزي روغتون ته لېږدولي دي.
د ریسکیو ۱۱۲۲ د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کسانو کې ۴۰ کلن اسد خان، ۴۵ کلن ابراهیم، ۳۲ کلن ولید او ۴۰ کلن سراج الحق شامل دي.
د پېښې د لامل، د ډزو د څرنګوالي او د احتمالي تورنو کسانو په اړه په ورکړل شویو معلوماتو کې نور جزیات نه دي خپاره شوي.


شال نیوز