اسلام اباد (شال نیوز) : جماعت اسلامي د پټرولیم لیوي ختمولو لپاره د حکومت خلاف د احتجاجونو درېیم پړاو پیلوي. ګوند وايي، د جمعې په ورځ به په ټول پاکستان کې په ۱۵۰ ځایونو کې پرلتونه او دهرنې وکړي او له حکومته به د پټرولو او ډیزلو پر سر د مالیې ختمولو غوښتنه وکړي.
د جماعت اسلامي د یو ویاند په حواله، د احتجاج موخه پر حکومت فشار راوړل دي، څو د پټرولیم لیوي ختمولو او خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره ګامونه واخلي. د ګوند نائب امیر لیاقت بلوچ په لاهور کې ویلي، دهرنې به د پاکستان په ټولو ضلعو کې په مرکزي سیمو کې ترسره شي.
د جماعت اسلامي په وینا، حکومت اوس د هر لیټر پټرولو پر سر ۱۱۴ روپۍ او د ډیزلو پر سر ۱۰۰ روپۍ د پټرولیم لیوي په نوم اخلي. ګوند دا مالیه پر عامو خلکو دروند پېټی بولي او د بشپړ ختمولو غوښتنه یې کوي.
جماعت اسلامي د احتجاجي تحریک دویم پړاو د سپتمبر پر ۲۲مه ځنډولی و. هغه مهال ګوند اسلام اباد ته خپل لانګ مارچ د وزیراعظم شهباز شریف په غوښتنه وځنډاوه. وزیراعظم ژمنه کړې وه چې له بېرته راستنېدو وروسته به د جماعت اسلامي له امیر حافظ نعیم الرحمن سره وګوري.
د ګوند د معلوماتو له مخې، د منصوبه بندۍ وزیر احسن اقبال او د وزیراعظم سیاسي سلاکار رانا ثناء الله هم له جماعت اسلامي سره اړیکې نیولې وې، خو ګوند وايي چې له هغې وروسته حکومت بیا ورسره اړیکه نه ده نیولې.
د جماعت اسلامي امیر حافظ نعیم الرحمن خبرداری ورکړی چې که حکومت خلکو ته اسانتیاوې برابرې نه کړي او پټرولیم لیوي ختمه نه کړي، نو احتجاج به یې د حکومت خلاف په پراخ تحریک بدل شي.


شال نیوز