پېښور (شال نیوز) : د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د خیبر پښتونخوا په اړه د ګورنر راج له لګېدو وروسته په خپل لومړي رسمي سفر پېښور ته رسېدلی دی.

 

د وزیراعظم شهباز شریف ترڅنګ د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي او د اطلاعاتو وفاقي وزیر عطاالله تارړ هم پېښور ته رسېدلي دي.

 

ټاکل شوې چې وزیراعظم شهباز شریف د پېښور په ګورنر هاوس کې د لوړې کچې یوې غونډې مشري وکړي، چې پکې به د صوبې پر سیاسي وضعیت او وروستیو پرمختګونو خبرې وشي.

 

د سرچینو په وینا، تمه ده چې وزیراعظم د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره د مرستې لپاره د ځانګړي مالي مرستې کڅوړې اعلان هم وکړي.