پېښور (شال نیوز) : د ملي جمهوري غورځنګ د زده کوونکو سازمان نېشنل سټوډنټس موومنټ د چهارشنبې په ورځ د پېښور پوهنتون په فقیر ایپي لان کې د اتلسم آئيني ترمیم، صوبايي خودمختارۍ او د وفاقي حکومت د واکونو په اړه سیمینار جوړ کړی وو.

 

په سیمینار کې د ملي جمهوري غورځنګ مشر افراسیاب خټک او د خېبر پښتونخوا صوبايي صدرې بشریٰ ګوهر ګډون کړی وو او د وفاق او صوبو ترمنځ د واکونو د وېش په اړه یې خبرې کړې وې.

 

د سیمینار موضوع «اتلسم آئيني ترمیم، د وفاق او صوبو ترمنځ اختلافات او د وفاقي حکومت د واکونو آئيني حدود» وه. ویناوالو په خېبر پښتونخوا کې د ګورنر راج، په ۱۲ ضلعو کې د ایمرجنسي، صوبايي خودمختارۍ او د اتلسم آئيني ترمیم په اړه خبرې کړې وې.

 

دا سیمینار په داسې وخت کې شوی وو چې په خېبر پښتونخوا کې د ګورنر راج او په ۱۲ ضلعو کې د ایمرجنسي له نافذېدو وروسته د وفاقي حکومت د اختیارونو او د صوبو د آئيني حقونو په اړه سیاسي او قانوني بحثونه روان وو.

 

د پاکستان د آئین اتلسم ترمیم په ۲۰۱۰ کال کې منظور شوی وو. د دې ترمیم له مخې صوبو ته د تعلیم، صحت او یو شمېر نورو چارو زیات اختیارونه ورکړل شوي وو.

 

په سیمینار کې د ملي جمهوري غورځنګ د بهرنیو چارو مرکزي سېکرټرې جمیله ګیلاني، د نېشنل سټوډنټس موومنټ مرکزي ویاند عاطف رشید، د پېښور پوهنتون صدر وقاص خان، جنرل سېکرټري حسن هارون، اطلاعاتو سېکرټري ثاقب خان، نائب صدر امین الله داوړ او تعلیماتو سېکرټري شعبان وزیر هم موجود وو.

 

د تنظیم پخواني صدر حضرت ولي، پخواني جنرل سېکرټري جعفر صادق، د زرعي پوهنتون، اسلامیه کالج پوهنتون او انجینئرنګ پوهنتون د نېشنل سټوډنټس موومنټ غړو او د زده کوونکو د نورو تنظیمونو استازو هم په سیمینار کې ګډون کړی وو.

 

د سیمینار په پای کې د پوښتنو او ځوابونو غونډه شوې وه چې پکې زده کوونکو د صوبايي خودمختارۍ، اتلسم آئيني ترمیم او د وفاق او صوبو ترمنځ د واکونو په اړه پوښتنې کړې وې.