لندن (شال نیوز) : د برطانیې پاچا چارلس درېیم د عمان د سلطان هیثم بن طارق په درناوي جوړه شوې مېلمستیا کي د حضرت محمد ﷺ یو حدیث شریف په عربي ژبه لوستی، چې پکي د عمان د خلکو د ښو اخلاقو ستاینه شوې ده.
دغه مېلمستیا د اکتوبر په ۲۰مه د لندن سره نږدې په ونډسر ماڼۍ کي جوړه شوې وه. د برطانیې پاچا او ملکې کامیلا د عمان د سلطان هرکلی وکړ او د هغه په درناوي یې د سېنټ جورج په تالار کي رسمي مېلمستیا جوړه کړه.
پاچا چارلس په خپله وینا کي د برطانیې او عمان د تاریخي اړیکو، د عمان د خلکو د مېلمه پالنې او په منځني ختیځ کي د دغه هېواد د سولې د هڅو یادونه وکړه.
هغه د عمان د خلکو د ښو اخلاقو په اړه د حضرت محمد ﷺ دا حدیث شریف په عربي ژبه ولوست:
«لَوْ أَنَّ أَهْلَ عُمَانَ أَتَيْتَ مَا سَبُّوكَ وَلَا ضَرَبُوكَ»
ژباړه: «که ته د عمان خلکو ته ورغلی وای، هغوی به نه درته سپکې سپورې ویلې وای او نه به یې وهلی وای.»
دغه حدیث د مسلمانانو د حدیثو په معتبر کتاب صحیح مسلم کي، د ۲۵۴۴ نمبر حدیث په توګه، د «باب فضل أهل عمان» یعنې د عمان د خلکو د فضیلت تر عنوان لاندې راغلی دی. د حدیث راوي د حضرت محمد ﷺ صحابي ابو برزه اسلمي رضي الله عنه دی.
د صحیح مسلم د روایت له مخې، رسول الله ﷺ یو سړی د عربو یوې قبیلې ته لېږلی و، خو د هغې قبیلې خلکو ورته سپکې سپورې وویلې او ویې واهه.
کله چې دغه سړی بېرته راستون شو او رسول الله ﷺ ته یې د پېښې حال بیان کړ، نو پیغمبر ﷺ ورته وفرمایل چې که د عمان خلکو ته ورغلی وای، هغوی به نه سپکاوی ورته کړی وای او نه به یې وهلی وای.
په دې حدیث کي د عمان د خلکو د ښه چلند او اخلاقو ستاینه شوې ده. پاچا چارلس د عمان د سلطان په وړاندې د همدې حدیث په یادولو سره د دغه هېواد د خلکو درناوی څرګند کړ.
د برطانیې د شاهي کورنۍ له خوا خپره شوې وینا ښيي چې پاچا چارلس د عمان د تاریخي او کلتوري ارزښت ترڅنګ د دغه هېواد د بهرني سیاست ستاینه هم کړې ده.
نوموړي وویل چې عمان د برطانیې له پخوانیو ملګرو هېوادونو څخه دی او د دواړو هېوادونو اړیکې له دوو سوو کلونو زیات تاریخ لري.
هغه د عمان د پخواني سلطان قابوس بن سعید یادونه هم وکړه او ویې ویل چې له نوموړي سره یې له څو لسیزو راهیسې اړیکې لرلې.
پاچا چارلس د منځني ختیځ په شخړو کي د عمان د منځګړتوب ستاینه وکړه او ویې ویل چې دغه هېواد د بېلابېلو خواوو ترمنځ د خبرو اترو د لارې پرانیستې ساتلو هڅې کړې دي.
هغه د هرمز تنګي د پرانیستي ساتلو لپاره د عمان هڅې هم مهمې وبللې. هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه دی چې د خلیج د هېوادونو تېل او نور سوداګریز توکي ترې نړیوالو بازارونو ته لېږدول کېږي.
د عمان سلطان هیثم بن طارق هم په خپله وینا کي د دواړو هېوادونو د تاریخي اړیکو یادونه وکړه او ویې ویل چې هېواد یې د شخړو د هواري لپاره پر خبرو اترو باور لري.
نوموړي وویل چې عمان د ستونزو د هواري لپاره د داسې لارو ملاتړ کوي چې د جګړې پر ځای خبرو او تفاهم ته لومړیتوب ورکوي. د عمان د سلطان دغه سفر په ۱۹۸۲ کال کي برطانیې ته د عمان د یوه سلطان له وروستي رسمي سفر وروسته لومړی دغه ډول سفر دی.
د پاچا چارلس د وینا هغه ویډیو چې پکي د حضرت محمد ﷺ حدیث شریف په عربي ژبه لولي، په ټولنیزو رسنیو کي هم په پراخه کچه خپره شوې ده.
د برطانیې شاهي کورنۍ د پاچا د وینا بشپړ متن د اکتوبر په ۲۱مه په خپله رسمي وېبپاڼه خپور کړی دی. د حدیث عربي متن هم له هغه روایت سره برابر دی چې په صحیح مسلم کي ثبت شوی دی. د عمان د بهرنیو چارو وزارت هم د دغه سفر او رسمي مېلمستیا تفصیل خپور کړی دی.
د برطانیې د پاچا له خوا د حدیث شریف یادونه په داسې وخت کي شوې چې عمان د منځني ختیځ په روانو شخړو کي د منځګړتوب او د سیمې له بېلابېلو هېوادونو سره د اړیکو ساتلو هڅې کوي.


شال نیوز