لاهور (شال نیوز) : د پاکستان د سایبري جرمونو د پلټنو ادارې د لاهور په ګلبرګ سیمه کې پر درېیو کال سېنټرونو چاپې وهلې او د انټرنېټي فراډ په تور یې د اوو ښځو په ګډون ۵۹ کسان نیولي دي.

 

د ادارې په وینا، په نیول شوو کسانو کې ۵۲ سړي او اووه ښځې شاملې دي. د چاپو پر مهال ۶۱ لېپټاپونه، ۲۱ کمپیوټرونه او ۵۲ موبایل ټیلیفونونه هم ترلاسه شوي دي.

 

چارواکي وايي، پر دغو کسانو تور دی چې د بهرنیو هېوادونو خلکو ته به یې د موبایل د ارزانه پیکجونو او د زړو ټیلیفونونو د بدلولو په نوم دوکې ورکولې او پیسې به یې ترې اخیستې.

 

د پلټنو اداره وايي، دغو کسانو د هغو خلکو د کریډیټ او بینکي کارډونو معلومات هم د رېسټورانټونو د کارډونو له ماشینونو ترلاسه کړي وو، چې د خوراک بلونه یې په کارډونو ادا کړي وو.

 

د چارواکو په وینا، په دې توګه ترلاسه شوي معلومات به د انټرنېټي فراډ لپاره کارول کېدل او د فراډ له لارې ترلاسه شوې پیسې به د انټرنېټي کاروبار او پیسو لېږلو د بېلابېلو پروګرامونو په وسیله نورو حسابونو ته استول کېدې.

 

ادارې تر اوسه د نیول شوو کسانو نومونه، د فراډ له لارې د ترلاسه شوو پیسو اندازه او د هغو بهرنیو کسانو شمېر نه دی څرګند کړی چې په دغو درغلیو کې زیانمن شوي دي.

 

دا هم نه ده معلومه چې نیول شوي کسان به کله عدالت ته وړاندې کېږي. پر نیول شوو کسانو لګېدلي تورونه لا په عدالت کې نه دي ثابت شوي.