لاهور (شال نیوز) : د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون په ملتان کي د ۱۵ کلن وسیم عباس د وژنې او ورپسې د دې مقدمې د تورن توقیر نذیر د پولیسو په ډزو کي د وژل کېدو د خپلواکو او رڼو پلټنو غوښتنه کړې ده.

 

د وسیم عباس د وژنې په مقدمه کي نیول شوی توقیر نذیر د پنجاب د جرمونو د مخنیوي ادارې (سي سي ډي) له حراست څخه تر وتښتېدو وروسته د بهاولپور په ناردرن بای پاس سیمه کي وژل شوی دی.

 

پولیس وايي، توقیر نذیر له خپلو ملګرو سره پر موټرسایکل روان و چې د پولیسو له ناکې سره مخ شو. د پولیسو په وینا، د هغه ملګرو پر پولیسو ډزې وکړې او د ډزو په تبادله کي توقیر نذیر د خپلو ملګرو په مرمیو ولګېد او ووژل شو.

 

خو د بشري حقونو کمېسیون او یو شمېر وکیلانو د پولیسو د دې بیان په اړه پوښتنې راپورته کړې دي او د پېښې د خپلواکو پلټنو غوښتنه یې کړې ده. بلخوا د پنجاب د اطلاعاتو وزیرې عظمیٰ بخاري هغه تورونه رد کړي چې ګنې وزیراعلیٰ مریم نواز پولیسو ته د تورنو کسانو د وژلو حکم ورکړی دی.

 

ملتان کې د ۱۵ کلن یتیم هلک د وژنې تورن د پولیسو په مبینه مقابله کې وژل شوی دی
ملتان کې د ۱۵ کلن یتیم هلک د وژنې تورن د پولیسو په مبینه مقابله کې وژل شوی دی

 

عظمیٰ بخاري ویلي چې د پنجاب حکومت د مظلومو خلکو ملاتړ کوي او د جرمونو د مخنیوي لپاره د قانون مطابق کارروایي کوي. هغې ویلي چې د توقیر نذیر خلاف ثبوتونه موجود وو او عدالت کولای شول د مقدمې له اورېدنې وروسته هغه ته سزا ورکړي.

 

د وسیم عباس وژنې او ورپسې د توقیر نذیر وژل کېدو په پنجاب کي د پولیسو د دغسې کارروایو د قانوني حیثیت په اړه بحثونه راپورته کړي دي. د پاکستان د قانون له مخې، په جرم تورن کس تر هغه وخته مجرم نه ګڼل کېږي چې عدالت یې جرم ثابت کړی نه وي.

 

تر اوسه د توقیر نذیر د وژل کېدو د پېښې د خپلواکو پلټنو وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې.