دوحه (شال نیوز) : پاکستان، قطر، ترکیې او اندونیزیا د چهارشنبې په ورځ ،د اکتوبر په ۲۱مه، د دفاعي تولیداتو او پوځي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره یو څو اړخیز تړون لاسلیک کړ. د ترکیې د دفاع وزارت ویلي، چې د «بدر تفاهم‌ لیک» په نوم دغه تړون په قطر کې د څلورو هېوادونو د دفاعي چارواکو په ګډون لاسلیک شو.

 

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د دغه تړون د لاسلیک پر مهال د پاکستان استازیتوب وکړ. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د تړون په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

 

د ترکیې د دفاع وزارت په وینا، د دغه تړون موخه د څلورو هېوادونو ترمنځ د دفاعي همکارۍ پراخول، د پوځي وړتیاوو پیاوړتیا او د دفاعي تولیداتو په برخه کې ګډ کار دی. د تړون له مخې، څلور واړه هېوادونه به د پوځي تجهیزاتو په تولید، تخنیکي روزنه، څېړنو او پرمختیايي چارو کې همکاري کوي.

 

د ترکیې د دفاعي صنایعو د ادارې مشر، هالوک ګورګون، ویلي چې دغه تړون د ګډ تولید او ټکنالوژۍ د پراختیا لپاره د ستراتیژیکې همکارۍ بنسټ برابروي. نوموړي زیاته کړې، چې د ټکنالوژۍ شریکول، ګډ پرمختګ او د کورني تولیدي ظرفیت پیاوړتیا د دوامدار دفاعي صنعت مهمې برخې دي.

 

د هغه په وینا، ترکیه له هغو همکاریو ملاتړ کوي چې یوازې د پوځي تجهیزاتو تر پېرلو محدودې نه وي، بلکې د هېوادونو د بشري سرچینو او صنعتي بنسټونو په پراختیا کې هم مرسته وکړي. ګورګون هیله څرګنده کړې چې د «بدر» تفاهم‌ لیک به د قطر، پاکستان، اندونیزیا او ترکیې ګډې وړتیاوې په عملي پروژو بدلې کړي.

 

د قطر دولتي خبري اژانس ویلي، د تړون لپاره د «بدر» نوم ځکه ټاکل شوی چې د څلورو هېوادونو ترمنځ د وړتیاوو د بشپړولو او د دفاعي او اقتصادي همکاریو د اهمیت څرګندونه وکړي. د دغه تړون له مخې، نور دوست هېوادونه هم کولی شي د څلورو لاسلیک کوونکو هېوادونو له خوا د منل شویو معیارونو پر بنسټ ورسره یوځای شي.

 

د پاکستان او درېیو هېوادونو اړیکې

 

پاکستان له قطر، ترکیې او اندونیزیا سره تاریخي او نږدې اړیکې لري او په وروستیو میاشتو کې د دغو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې او همکارۍ زیاتې شوې دي.

 

پاکستان، ترکیه او سعودي عربستان د مکې د دفاعي تړون غړي دي. د دغه تړون له مخې، پر یو غړي هېواد برید د ټولو پر وړاندې د برید په توګه ګڼل کېږي. قطر هم د دغه تړون هرکلی کړی او هغه یې د سیمه‌ ییز امنیت او ثبات لپاره د همکارۍ یو ګام بللی دی.

 

پاکستان او قطر د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې په تړاو هم د منځګړیتوب هڅو کې ښکېل پاتې شوي دي. پاکستان او ترکیه د سعودي عربستان او مصر ترڅنګ د سیمه‌ ییزې همکارۍ د څلورو هېوادونو د ډلې غړي هم دي.

 

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم د روانې اوونۍ په پېل کې قطر ته د خپل سفر پر مهال له خپل قطري سیال سره لیدلي وو. دواړو لورو د کورني امنیت په برخه کې د دوه اړخیزې همکارۍ پر پراختیا هوکړه کړې وه.

 

همداراز، د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د ۲۰۲۵م کال په نومبر کې قطر ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره لیدلي وو او د دفاعي تولیداتو په ګډون یې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا وړاندیز کړی و.

 

د اندونیزیا او پاکستان ترمنځ هم په وروستیو کې دفاعي اړیکې پیاوړې شوې دي. تېره میاشت د اندونیزیا د سمندري ځواکونو مشر، اډمیرل ډاکټر محمد علي، په راولپنډۍ کې د پاکستان د دفاعي ځواکونو له مشر او د پوځ له لوی درستیز فیلډ مارشل عاصم منیر سره لیدلي وو.

 

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې په وینا، دواړو لورو د مسلکي روزنې، دفاعي همکاریو او ګډو پوځي تمرینونو په برخو کې د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی و.

 

د روان کال په جنورۍ کې هم د اندونیزیا د دفاع وزیر، متقاعد ډګر جنرال سجفري سجامسودین، له عاصم منیر سره په لیدنه کې له پاکستان سره د دفاعي اړیکو د لا پراختیا لپاره د خپل هېواد لېوالتیا څرګنده کړې وه.