کچلاک (شال نیوز) : د بلوچستان په کچلاک سیمه کې د صفا کویټې پروژې پرانیسته شوې ده. د دې پروژې موخه د کثافاتو د راټولولو او له منځه وړلو د نظام ښه کول او د سیمې د پاک ساتلو لپاره عملي اقدامات دي.
د پروژې پرانیسته د بلوچستان د صوبایي اسمبلۍ غړي ملک نعیم خان بازئي او د کوټې لوېدیځ مرستیال کمېشنر منیر احمد دراني کړې ده. په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته منظور احمد بازئي، ملک زاده اجمل بازئي، د صفا پروژې مشر دل نواز، قامي مشران، د سیمې مخور او ګڼ شمېر ځايي اوسېدونکي هم ورغلي وو.
په غونډه کې د پروژې پر موخو او د پاکوالي د نظام پر ښه کولو خبرې وشوې. د پروژې له مخې به په کچلاک کې له کوڅو او سړکونو څخه کثافات پر وخت راټولېږي او په مناسبه توګه به له منځه وړل کېږي.
د پروژې د مسوولینو په وینا، د دې نوښت موخه په سیمه کې د پاکوالي نظام منظمول او اوسېدونکو ته د پاک چاپېریال برابرول دي. د کچلاک د پاک ساتلو لپاره د ځايي اوسېدونکو همکاري هم مهمه بلل شوې ده، څو خلک کثافات په ټاکل شویو ځایونو کې واچوي او د سیمې د پاکوالي په ساتلو کې ونډه واخلي.


نعيم اچکزئي