کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان بار کونسل د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان صوبایي مشر او د بار کونسل د غړي اصغر خان اڅکزي د نیولو پر ضد د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۲۲مه، په ټوله صوبه کې د عدالتونو د بایکاټ اعلان کړی دی.

 

د بلوچستان بار کونسل د اکتوبر پر ۲۱مه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د اصغر خان اڅکزي د ضمانت د لغوه کېدو او د هغه د نیولو په اړه یې بېړنۍ غونډه کړې ده. د خبرپاڼې له مخې، د هغه د ضمانت غوښتنلیک له اورېدو پرته د ضمانت لغوه کېدو او ورپسې د نیولو په اړه اندېښنې شته.

 

بار کونسل ویلي، چې دا ډول اقدامات د قانوني شفافیت، د انصاف د غوښتنو او د عدلیې د درناوي په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.

 

د اصغر خان اڅکزي وکیلان وايي، په کومه قضیه کې چې نوموړی نیول شوی، د شکایت کوونکي له خوا د هغه په ګټه په مبینه توګه سوګندپاڼه هم وړاندې شوې وه، خو د دوی په وینا، له دې سره سره یې ضمانت لغوه او وروسته پولیسو ونیوه.

 

بلوچستان بار کونسل دغه اقدام د قانوني دودونو او د انصاف له اصولو سره په ټکر کې بللی او له وکیلانو یې غوښتي، چې د پنجشنبې په ورځ په ټول بلوچستان کې د عدالتونو د بایکاټ په احتجاج کې برخه واخلي.

 

د بار کونسل په وینا، د دې احتجاج موخه د قانون د واکمنۍ، د عدالتي دودونو د ساتنې او خلکو ته د انصاف د برابرولو لپاره غږ پورته کول دي.