باجوړ (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا د باجوړ په لوې ماموند تحصیل کې د ځمکنیو ماینونو له خطرونو د ښوونځیو زدهکوونکو او ځايي خلکو د خبرولو لپاره د پوهاوي غونډې شوې دي.
د اکتوبر پر ۲۱مه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دا غونډې د باجوړ د مرستیال کمېشنر عدنان فرید اپریدي په لارښوونه د سرې میاشتې ټولنې د باجوړ څانګې د رضاکارانو له خوا جوړې شوې دي.
د غونډو پر مهال ګډونوالو ته د ځمکنیو ماینونو د خطرونو، له هغو څخه د ځان ساتنې او د مشکوکو توکو د لیدلو پر مهال د احتیاطي تدابیرو په اړه معلومات ورکړل شول.
ګډونوالو ته سپارښتنه شوې چې هېڅ مشکوک توکي ته لاس ورنه وړي او د داسې توکو د لیدلو په صورت کې سمدستي اړوندو ادارو ته خبر ورکړي.
د سرې میاشتې ټولنې په وینا، د دغو غونډو موخه د ښوونځیو د زدهکوونکو او ځايي خلکو د پوهاوي لوړول او د ځمکنیو ماینونو له امله د احتمالي پېښو مخنیوی دی.


حسبان الله باجوړې