بنو (شال نیوز) : د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ایي) سره تړاو لرونکی د قامي اسمبلۍ غړی مولانا سید نسیم علي شاه د درې ایم پي او قانون له مخې د یوې میاشتې لپاره هریپور زندان ته لېږدول شوی دی.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، پولیسو نوموړی د اکتوبر پر ۱۹مه د بنو د غوري والې په سیمه کې د هغه له مدرسې، المرکز الاسلامي، څخه نیولی و. راپورونه وایي چې پولیسو پر مدرسه عملیات وکړل او د پي ټي ایي دغه غړی یې له ځان سره بوتلو.
د مولانا نسیم علي شاه نیول کېدل په داسې حال کې دي چې د بنو په ګډون د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د پي ټي ایي د غړو او پلویانو پر وړاندې د پولیسو د اقداماتو او نیونو راپورونه هم ورکړل شوي دي.


شال نیوز